
ایکنا خبری آژانس د بوابةالاهرام له قوله راپور راکړ، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی فیصله کړې ده ، د مصر په جنوبی سینا ولایت کې واقع په سنټ کاترین ښار کې د ټوریزم تر ټولو ستره پروژه تاسیس کړي . داسلام ، مسیحیّت او یهودیّت د درو آسماني دینونود سبمولونو شتون ، ددغه ښار د ټوریزم تر ټولو مهمه جاذبه شمیرل کیږي . د جنوبی سینا ولایت په مرکز کې سنټ کاترین ښار هیڅ ساحل نه لري . دسمندر له سطحې ددغه ښار ارتفاع یا لوړتیا کابو یو زر پنځه سوه میټره ده او په ژمي کې یخه او په اوړي کې معتدله هوا لري . دغه ښار له درستې نړۍ د زرګونو سیلانیانو د سیل مرکز دی او او دسنټ کاترین صومعه ددغه ښار د ټوریزم یو جاذبه حسابیږي .
دغه ښار دنړۍ د کلتوری میراث دترټولو ښه ښار په توګه دیونیسکو ادارې جایزه هم ګټلې ده او اوس په دغه ښار کې څو سترې پروژې داجرا په حال کې دي .
دسنټ کاترین ښار د پراختیا پروژه له دې امله د ؛تجلی اعظم ؛ په نامې نومول شوې ده چې دنړۍ یوازینۍسیمه ده چې خداوند متعال دلته پر حضرت موسی علیه السلام څرګند یا متجلی شوی دی.
د سنټ کاترین د پراختیا په پروژې کې د ودانیو له ځاي مصالو استفاده کیږي ، ځکه چې دغه ښار په طبیعي توګه یوه ساتل شوي سیمه ده .
https://iqna.ir/fa/news/4019154